BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د پاکستان کابینه: د افغان کډوالو "پي او ار" کارتونه دې د جون تر ۳۰مې وغځول شي
د پاکستان د مرکزي حکومت کابینې د سفیران (ریاستونو او پولو) وزارت دا وړاندیز منلی چې په دغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو ته دې د 'ثبتېدو ثبوت' یا (پي او ار) په نوم د ورکړ شویو کارتونو د اعتبار موده د روان کال د جون تر ۳۰مې وغځول شي. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ کابینې ویلي، د 'پي او ار' کارتونو لرونکي کډوال به د جون تر وروستیو د ښوونځیو او خپلو بانکي حسابونو په ګډون نورو خدماتو ته هم لاسرسی ولري.
امریکا: چين له روسیې سره مرسته کوي چې اوکرايين ته ګواښ ډېر کړي؛ چين وايي، زموږ له "سرو کرښو" مه اوړئ
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن چین ته خبرداری ورکړی چې که روسيې ته د هغو تجهيزاتو ورکول ونه دروي چې له اوکرايين سره په جګړه کې کارول شوي، نو واشنګټن به یې پر ضد اقدام وکړي. په بيجېنګ کې له بيبيسي سره په خبرو کې دغه لوړپوړي امريکايي ډېپلومات وویل چې خپلو سیالانو [چينایانو] ته یې په ډاګه ویلي چې دوی له سړې جګړې راهیسې د اروپا امنیت ته د یوه "لوی ګواښ په جوړولو کې مرسته کوي"
ای پي ایل کې افغان او پاکستاني لوبغاړي
د هند په مخکښ شل اوریز لیګ کې سږ کال د افغانستان نهه لوبغاړي لوبېږي، خو له ۲۰۰۸ کال راهیسې پاکستاني لوبغاړي پکې ځای نه لري
پښتونخوا کې د ورښتونو د نوې څپې اټکل؛ کروندګر د فصلونو ویجاړېدو ته اندېښمن دي
خیبرپښتونخوا کې د هوا پېژندنې اداره وايي له نن جمعې ورځې نه د ورښتونو د یوې نوې لړۍ د پیلیدو احتمال شته. دا په داسې حال کې ده چې په پښتونخوا کې کروندګر وايي تېرو ورښتونو د دوی د غنمو فصلونو ته ډېر زیان اړولی دی. د کرنې ادارې د معلوماتو له مخې تېر کال په خیبر پښتونخوا کې د بې وخته بارانونو له کبله د غنمو تولید سل زره مېټرک ټنه کم شوی و خو سږکال به د اټکل له مخې یو اعشاریه څلور میلیونه مېټرک ټنه کم غنم ترلاسه شي.
ویډیو, د ثور ۷مه؛ کومې او څنګه تېروتنې وشوې؟موده, 26,35
د ثور د اومې له کودتا ۴۶ کاله تېر شول. سمبالګر یې وايي موخه یې د افغانستان سوکالي وه. خو تېروتنې چېرې وشوې او ولې دا بدلون د سوکالۍ پر ځای بربادي راوړه؟ زدکړې ترې وشوې او که هماغه تېروتنې بیا د افغانستان په سیاسي ډګر کې تکرارېږي؟ د بي بي سي په دې ځانګړې خپرونه کې ورته کتنه شوې. زموږ همکار یما بارز د پخواني خلق ډېموکراتیک ګوند د مرکزي کوميټې د تبلیغاتو له مسوول عبدالله سپنګر سره خبرې کړې.
امریکا کې د غزې جګړې پر ضد احتجاجي محصلین له پولیسو سره لاس او ګرېوان شوي
امریکا جورجیا په ایموري پوهنتون کې پولیس او هغه احتجاجیان لاس او ګرېوان شوي، چې په غزه کې د جګړې پر ضد احتجاج کوي. د یادونې ده، دا پېښه له هغه وروسته رامنځته شوې، چې د غزې جګړې پر ضد د امریکا په یو شمېر تعلیمي ادارو کې احتجاجونو زور اخیستی.
افغان-قزاق سوداګرۍ فورم؛ متقي وايي دریو ګاونډيو هېوادونو کې داعش ډلې سره مرسته کېږي
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د افغانستان درې ګاونډي هېوادونه داعش ډلې ته د بشري ځواک په چمتو کولو، لار سمولو او ځای ور کولو تورن کړي دي. هغه د دغو هېوادونو نومونه نه دي اخیستي، خو وايي د داعش خلاف مبارزه کې یې د مسوولیت نه ترسره کولو سیمه ناامنه کړې ده.
ځانګړي مطالب
ظاهر او باطن
داسې څوک به شاید تاسې هم لیدلی وي چې د زورور سړي به بې حده احترام کوي او یو بل وخت به، چې له هغه سره زور نه وي، سپکې سپورې پسې وایي.
شمالي وزیرستان ته د انس حقاني تګ؛ څه ډول تللی و او موخه یې څه وه؟
د تېر کمکي اختر ورځو کې (د ۲۰۲۴ اپرېل) شمالي وزیرستان ته د انس حقاني "نارسمي سفر" په افغانستان او پاکستان دواړو کې غبرګونونه پارولي دي. ښاغلی حقاني د طالبانو حکومت کې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ورور دی. نوموړی د طالبانو حکومت کې د هغه کمېسیون غړی هم دی چې د جمهوریت له پرځېدو وروسته له افغانستانه د وتلو سیاستوالو او حکومتي چارواکو د بېرته ورستنولو لپاره جوړ شوی دی.
د پښتورګو د اتو عامو ناروغیو نښې څه دي؟
د هند د نیفرولوژي (پښتورګو ناروغیو درملنې) ټولنې د یوې تازه څېړنې له مخې، په ټوله نړۍ کې ۸۴ میلیونه کسانو د پښتورګو په مختلفو ناروغیو اخته دي، یعنې په نړۍ کې له هرو لسو کسانو یو یې د پښتورګو په یو ډول نه یو ډول ناروغۍ اخته دی. باید یادونه وکړو چې په نړۍ کې د مړینې د لسو لاملونو له ډلې د پښتورګو ناروغي په اووم ځای کې ده.
د کتاب نړیواله ورځ؛ طالبانو ولې زرګونه ټوکه کتابونه له بازاره راټول کړي؟
د اپرېل ۲۳ په نړۍ کې د کتاب او په ځانگړي ډول د کاپي رايټ نړیواله ورځ ده . ملګري ملتونه هر کال دغه ورځ د کتاب لوستنې ترویج او هڅونې او له هغه نه د خوند اخیستلو په موخه لمانځي.
"د کابل نجونې" د طالبانو پر ضد اعتراض کوونکې ډله: غواړو د سندرو له لارې خپل غږ پورته کړو
کابل کې د "کابل نجونې" په نامه یوې ډلې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د چلن پر ضد احتجاجي سندرې پیل کړې دي.
نيمه نړۍ
افغانستان
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , دویمه سهارنۍ خپرونه, ۰۳:۰۰, ۲۷ اپریل ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي اورئ
ژوندۍ خپرونه واورئ, لومړنۍ سهارنۍ خپرونه, ۰۲:۰۰, ۲۷ اپریل ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي اورئ
واورئ, خبر او نظر, ۱۶:۳۰, ۲۶ اپریل ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, ماښامنۍ خپرونه, ۱۵:۰۰, ۲۶ اپریل ۲۰۲۴, ۳۰،۰۰ موده
له بي بي سي دا خپرونه اورئ
ځانګړې پاڼه
ويډيویي رپوټونه او مرکې
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.